په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت نن دوشنبه د وږی په ۱۲مه سهار په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې له یو شمېر چارواکو او قومي مخورو، پوهانو، علماوو، او په کابل کې د بیلابیلو ولایتونو ځوانانو سره کتلي دي.
په دې غونډه کې د تېر حکومت د حج او اوقافو، انرژۍ او اوبو او د کورنيو چارو وزيرانو محمد صديق چکري، سيد محمد ايوب او منشي عبدالمجيد د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل، چې د اسلامي نظام د حاکميت د تول افغانان ارمان وه او دوی د دې نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړه، نړۍ په افغانستان کې اسلامي نظام نشي زغملای او په بېلابېلو لارو هڅه کوي چې دغه نظام زیانمن کړي، خو افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې اسلامي نظام کمزوری او پر وړاندې یې پاڅون وکړي.
پخوانیو چارواکو او با نفوذه کسانو زیاته کړه چې خلک د اسلامي امارت د نافذه قوانینو هرکلی کوي، خو د غربي افکارو تر اغیز لاندې خلک او هغه کسان چې غربي افکار لري د اسلامي شریعت مخالفت او غندنه کوي.
هغوی زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشر حکم د اسلامي نظام برخه ده او له اسلامي نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسوولیت دی.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د جهاد د تېرو دوو دورو ارمانونه پوره کړل او ثابته یې کړه چې د جهاد له پای ته رسېدو وروسته به افغانان د ګډوډۍ پر ځای په یوه خپلواک او خوندي نظام کې ژوند کوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې اسلامي امارت وړاندیزونو او اصلاحي نظریاتو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولای شي چې خپل نظریات مستقیما له مسوولینو سره شریک کړي او د امارت د دفترونو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د قوانینو ته پاملرنه کوي او ډاډ یې ورکړ چې د دوی مشورې او وړاندیزونه به په پام کې نیول کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment